د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د مدیریت او پلي کېدو کمېټې د هېواد په څلورو ولایتونو (ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند) کې د اسانخدمت مرکزونو د رامنځته کېدو او فعالېدو پرېکړه کړې ده.
دغهراز یادې کمېټې د جوزجان، ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو سربېره د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش نویو څانګو پر رامنځته کېدو هم بحث کړی.
اوسمهال د اسان خدمت مرکزونه په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې فعال دي،چې هر ورځ سلګونه هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.