لیکوال: حسن جوادي

د افشار موضوع د افغانستان د داخلي جګړو پر مهال، د ۱۹۹۰مې لسیزې په جریان کې د هزاره قوم، په ځانګړې توګه اهل تشیع په وړاندې د احمد شاه مسعود او د هغه د ملګرو له خوا خونړۍ تراژیدي وه، چې د کابل په افشار کې پېښه شوه.

د افشار پېښه د افغانستان په تاریخ کې د هزاره ګانو لپاره یو له دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي، دغه پېښه د هزاره ګانو د کلتوري، ټولنیز او تاریخي هویت لپاره هم یو حساس ټکی دی، یاده پېښه د احمد شاه مسعود او د شمال ائتلاف(متحدي جبهې) د مظالمو له امله د هزاره قوم په ذهنونو کې د تردید او تاوتریخوالي په توګه پاتې شوې ده.

په دې وروستیو کې بیا ځلې د افشارو موضوع د هزاره قوم له خوا په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه مطرح شوې ده، دوی د افشار پېښه د هزاره قوم په وړاندې د سیستماتیک او جنګي جنایت برخه ګڼي او په نړۍواله محکمه کې د دغه پېښې د ټولو مجرمینو د محاکمه کولو غوښتنه کوي.

د دغه موضوع له بیا مطرح کېدو سره، د مقاومت جبهې د علماوو شوری رئیس حبیب الله حسام د افشار موضوع ته په اشارې، په یو ټویټ کې د احمد شاه مسعود د سپیناوي په موخه ویلي، هوښیاري اړینه ده، ترڅو د مکارو دښمنانو ښکار نه‌شو. زیاتوي، هغه کسان چې هويتي، تمدني او فرهنګي اصالت نه لري او د خلکو لپاره د لویې ادعا خاوندان نه دي، د نفاق د دېوال تر شا څرېږي او ګرځي.

د نوموړي یادې څرګندونې د احمد شاه مسعود او د ټولو هغه مجرمینو پر ستر جنایت سترګې پټول دي، چې په افشار کې یې په خورا قساوت سره ترسره کړ؛ د متحدي جبهې/ټلوالې جنګیالیو د خپلو وسلوالو مخالفینو تر څنګ عام ځوانان، سپین ږیري، ماشومان او ښځې هدف وګرځول او د نه بښونکي جنایت مرتکب شول.

د افشار پېښې په ارزولو به دې پایلې ته ورسېږئ، چې د هزاره قوم د نسل وژنې تر ټولو خونړۍ پېښه همدا ده، خو تر اوسه لا هم د دغه پېښې عاملین محکمې ته نه دي ور کش شوي. د احمد شاه مسعود پلویان د دې جنایت له پېښېدو لسیزې وروسته لا هم پر دغه جنایت سترګې پټوي او اوس هڅه کوي د ولسي محکمې له ډاره ځان سپین وښیي.

مګر د افشار پېښې ټول ژوندي جنایت کاران باید محکمه شي، د دغه ستر جنایت پوښتنه ترې وشي او عدالت پلی شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version