العربیه خبري شبکې راپور ورکړی، چې د اردن هوایي ځواک د سوریې السویداء ولایت پر «شعاب» کلیوالي سیمې هوایي بریدونه کړي.

په راپور کې د اردني رسنیو له قوله راغلي چې دې بریدونو کې د نشه‌یي توکو کارخانې په نښه شوي دي.

اردني چارواکو ادعا کړې، چې دغو بریدونو کې د نشه‌یي موادو یو شمېر قاچاق‌کوونکي هم وژل شوي دي.

ویل شوي، د السویداء شعاب کلی دمګړۍ د غیر مسئوله وسله‌والو تر کنټرول لاندې دی.

د سوریې حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version