د اردن هېواد مشهور عالم او داعي دوکتور اياد قنيبي ويلي، په افغانستان کې پر روغتون د غدارانه بمبار له امله د ۴۰۰ شهیدانو او ۲۵۰ ټپيانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړې، چې الله تعالی دې زموږ په هغو وروڼو رحم وکړي چې د اختر جامو د اخیستو لپاره وځي، خو مجرمان یې په نښه کوي؛ لکه څنګه چې غزه کې د «بني عوده» کورنۍ سره وشول.

هغه زياته‌کړې چې په افغانستان او غزه کې، دا ټول جنايتونه په دغو مبارکو ورځو کې ترسره کېږي او داسې ښکاري لکه مجرمان چې په همدې ورځو کې د خپلو جنایتونو له ترسره کولو خوند اخلي.

نوموړي ويلي، له الله تعالی څخه غواړم چې له دوی څخه غچ واخلي او اسلام ته نصرت نصيب کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version