د افغانستان د ارشاد، حج او اقافو چارسمبالي وزیر نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د گډون په موخه ترکیې ته تللی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده غونډه د ترکیې په استنابول ښار کې جوړېږي، چې د اسلامي نړۍ گڼ علماء به پکې برخه واخلي.: «په دغه غونډه کې به د نړۍ علماء کرام د اسلامي امت او ټول انسانیت ته د ورپېښو ننگونو او خطرونو نه د راوتلو پر لارو چارو بحث وکړي. همدارنگه د اسلامي مشترکو قضایاوو په وړاندې د واحد موقف او په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امت د یووالي او توجیه په اړه بحثونه وشي.»

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې دغه غونډه کله پیلېږي او د افغانستان په استازیتوب پکې نورو کومو علماوو برخه اخیستې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version