Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ازآدۍ جبهې خیانت د ټولنیزو فعالانو توند غبرګونونه را پارولي دي
    لیکني

    د ازآدۍ جبهې خیانت د ټولنیزو فعالانو توند غبرګونونه را پارولي دي

    صابر افغانصابر افغان28 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالان پر شر او فساد ازآدۍ جبهې نیوکه کوي، چې د دغه جبهې مشرتابه د طالبانو په عملیاتو کې د مهمو قومندانانو، بصیر اندرابي، اکمل امیر او نورو په وژلو کې لاس لري او د هغوی پر سر یې معامله کړې ده.

    یاد فعالان همدا راز نیوکه کوي؛ وايي، څنګه ممکنه ده، هغه ځواکونه چې له طالبانو سره د شل کلنې مخامخ جګړې تجربه له ځان سره لري، د یاسین ضیاء او د هغه د مرستیال په مدیریت کې، له یو ساعت جګړې وروسته ټول ووژل شي!؟ دوی زیاتوي، چې د دغه خیالي جبهې ټول خیانتونه یې تر دې مهاله زغملي وو، خو نور ورته د منلو وړ نه دي.

    په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر فعالانو دا نیوکې له هغه وروسته په پراخه کچه خپرې شوې، چې د عیسی محمدي او شر او فساد ازآدۍ جبهې د مرستیال عبدالستار حسیني محرمې غږیزې مکالمې په ټولنیزو رسنیو کې افشاء شوې. په دغه غږیزو مکالمو کې عبدالستار حسیني، طالبان د احمد مسعود په مشرۍ له خیالي جبهې غوره بللي وو.

    د شر او فساد ازآدۍ جبهې د رهبري پر ناسم مدیریت او جبهې له غړو سره د خیانت له امله، د اکمل امیر، بصیر اندرابي او څو مهمو قومندانانو له وژلو ورورسته د بغاوتګرو او د هغوی د پلویانو پراخ غبرګونونه را پارېدلي او د ازآدۍ جبهې له خیانتونو پرده پورته کوي.

    د ازآدۍ جبهې د رازونو او طالبانو سره د همکاریو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، ټولنیزو فعالانو او ازآدۍ جبهې پلویانو، پر دغه جبهه باور له لاسه ورکړی او د دوی په وړاندې د درېدنې، مخالفت او دسیسو د افشا کولو ګواښ یې کړی.

    په بهر کې جوړې شوې خیالي جبهې ډیری وخت په خپلو تبلیغاتي اعلامیو کې له طالبانو سره د مبارزې غولونکي شعارونه ورکوي، خو بلخوا بیا د شخصي ګټو خوندي کولو او ژورو خپل منځي اختلافاتو له امله د پرځېدلي جمهوریت له نظاميانو سره خیانت کوي؛ هېره دې نه وي چې د یاد نظامیانو پر سر معامله د دوی ورځنۍ او عادي چارې ګرځېدلي دي او له هر تکتیک په استفاده هغوی د مرګ کندي ته ور ټېل وهي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډله د شیطاني دسیسو تطبیق کوونکې
    راتلونکي مقاله د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اذربایجان هېواد د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال سره کتلي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د ايران د مذهبي مشر خامنه ای سلاکار: لوبه لا هم پای ته نه ده رسېدلې، موږ سياسي اراده لرو

    د ایران ستر مشر خامنه‌اي سلاکار علي شمخاني، د امریکا لخوا د ایران پر اټومي…

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران د مذهبي مشر خامنه ای سلاکار: لوبه لا هم پای ته نه ده رسېدلې، موږ سياسي اراده لرو

    23 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.