د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ازبکستان په ترمذ ښار کې د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتاف په مشرۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته شوې.
د یاد وزارت په وینا، په دغې غونډه کې د افغانستان بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ازبکستان پر پانګونې لکه د حیرتان بندر په ښارګوټي کې د اقتصادي-سوداګریزې مجتمع جوړول، د خوراکي توکو تولید او پروسس، د چرګانو پر روزنې، د درملو پر صنایع، د سمنټو پر تولید، ودانیزو توکو، د پستې د بڼونو روزنه، په سمنګان، بلخ او ګندوز ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لومړي ارزښت، د سبزیو او مېوو پر پروسس خبرې اترې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو له غونډې وروسته اقتصادي-مجتمع جوړولو ته له ځانګړې شوې سیمې څخه هم لیدنه کړې ده.