شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران د حکومت پر وړاندې جنګېدونکي غورځنګ (جیش العدل) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې وسله والو یې سراوان ښار کې د ایران وسله والو ځواکونو دوه تنه په ډزو وژلي دي. جیش العدل غورځنګ، تر دې وړاندې هم پر ایراني ځواکونو د ګڼو بریدونو مسؤلیت منلی.
هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې شېبه وړاندې د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پاکستاني رژيم د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې په پايله کې یې د پوليسو د ځایي مشر «صدراعظم» په ګډون شپږ تنه هلاک شوي.13 مارچ 2026