د ستندرد ملي ادارې مسؤلینو وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې ۲۴۳ ټانکره بې کیفیته تیل بیرته ایران ته ګرځولی دي.
د یادې ادارې مسولین وایي، چې تېره ورځ د بې کېفیته تېلو ۲۲ ټانکرونه یې بیرته ایران ته ګرځولي، چې له دې سره په یوه میاشت کې ایران ته د ګرځول شویو بې کیفیته تیلو ټانکرونو شمېر ۲۴۳ ته ورسېده.
د یادې ادارې په خبره یاد ۲۲ ټانکره بې کېفیته تیل د فراه د “ابو نصر فراهي” بندر له لارې ایران ته ګرځول شوي دي.
دغه راز د ستندرد ملي ادارې مسؤلینو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته دې د بې کېفيته توکو د داخلېدو مخه ونيسي، که نه د دوی په وینا له قانوني چلند سره به مخ شي.
تر دې وړاندې هم سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه د خراب کېفیت له امله د افغانستان له پولو ایران ته بیرته ګرځول شوي دي.
د ستندرد ملي ادارې د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د نیمروز او فراه له بندرونو څخه د تېلو د ټیټ کېفیت ۲۴۳ ټانکرونه بیرته ایران ته ګرځول شویدي.