د صهيونيستي اسرائيلو د استخباراتو پخواني غړي او د نړيوالو اړيکو ماهر او متخصص ارون نهري ويلي: جنګ د غزې په دروازه کې پيل او پای ته ورسېده، د جګړې ګټه د مړو د ډېر شمېر او وراني له مخې نه حسابيږي بلکې د جګړې ګټه او کاميابي د موخو او اهدافو ته د رسېدو له مخې حسابېږي.

نوموړي د غزې په جګړه کې د حماس اسلامي غورځنګ او فلسطين بريا ته په اشارې زياته کړې «د اکتوبر ۷مه به د فلسطينيانو په تاريخ کې يو زرين باب وي او وياړ به پرې کوي؛ خو د اسرائيلو لپاره به تر ټولو تريخ غړپ وي چې په يادولو سره به يې له ستوني تېروي او په دې جګړه کې يواځيني ګټونکي فلسطينيان دي او بس».

ځواب پریږدئ

Exit mobile version