د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین له پیل راهیسې په ځلونو ویلي، چې په افغانستان کې بګرام هوايي او نظامي اډه مهم ستراتیژیک ارزښت لري او په خبره یې دی به هڅه وکړي چې دا اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړي له هغه راهیسې په مکرر ډول دا خبره کوي، خو یو ځل یې هم دا نه ده په ډاګه کړې چې دا هوايي اډه به څنګه نیسي؟ ولې ترې ووتل او د دې اډې د نیولو قیمت به د دوی لپاره څه وي؟ او څوک دا ورسره مني چې هلته دې بېرته خپل پوځیان پکې مېشت کړي؟
د امریکا اوسنی ولسمشر له خپلې لومړۍ دورې راهیسې، د بې ځایه ادعاوو، لاپو، غیر واقعي ژمنو او دروغو له کبله ډېر ځله د رسنیو سر ټکی ګرځېدلی، تر دې چې یو ځل واشنګټن پوسټ د نوموړي د تېرې واکمنۍ دروغ او لاپې راټولې کړې وې چې تر زرګونو اوښتې وې. نوموړي دا ځل هم واکمنۍ له رسېدو مخکې او وروسته ګڼې داسې ادعاوې او ژمنې وکړې چې اوس له دروغو او افتضاح پرته څه نه دي. ټرمپ ادعا کوله چې واک ته له رسېدو سره سم به د اوکراین جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پای ته رسوي، د نوموړي د واکمنۍ نږدې کال پوره کېږي، خو د اوکراین جګړه لا خونړۍ شوې ده.
بیا یې له خپلې خاورې سره د کاناډا د یوځای کېدو دعوې کولې چې په هغې دعوه کې هم مسخره شو، بیا یې پر ګرینلنډ د ولکې خبره کوله، چې هلته هم د ډنمارکیانو او اروپایانو له خوا مسخره شو، بیا په څو ورځو کې له خپلو سیمو د فلسطینیانو د شړلو او هلته د یوه مډرنه ښار جوړولو ژمنه وکړه، هلته هم مسخره شو، ګڼې نورې دا ډول سترې ژمنې او ادعاوې یې وکړې، خو یوه یې هم عملي نه شو کړای او په نږدې هره یوه کې د مسخره کېدو تر کچې ورسېد.
اوس یې یو ځل بیا د بګرام هوايي او نظامي اډې خبره خولې ته ورغلې، چې له څو ورځو راهیسې یې زمزمه کوي او ځان پکې جدي ښکاروي. جالبه دا ده چې د ټرمپ دغو پوچو خبرو او تشو وعدو ته یو شمېر تېرې تښتېدلې او له کاره لوېدلې مهرې سختې چکچکې کوي او ورته خوشحاله دي. دوی چې په ۲۰۰۱م کال کې یې هم د امریکا د یرغل پر مهال د دوی مرستې ته ور ودانګل، اوس بیا خوشحاله دي چې ګواکې هغه وختونه به بیا راشي او له امریکایانو سره به اوږه په اوږه په افغانستان کې د خپل ملت او خلکو وینې تویې کړي.
دوی ته چې له بده مرغه نه خپله خاوره، نه خپل دین، نه خپل فرهنګ، نه خپل خلک او نه هم اسلامي او اصیل افغاني ارزښتونه د وېښته په اندازه ارزښت لري، د افغانستان او خپلو خلکو پر سر له هر چا سره هر ډول معاملې ته چمتو دي، فقط چې څو پیسې یې جېبونو ته لاړې شي. دا کسان د جنبش مشر دوستم، د مقاومت ډلې مشر او د رهبرۍ غړي او داسې نور هغه کسان دي چې شل کاله یې د امریکا خدمت وکړ، بیا یې دوی پر سپېره میدان پرېښودل او اوس یې دا دي بیا امریکايي یارانې ته زړه ښه کړی دی.
دوی دومره لوېدلي او کمزوري دي چې د ټرمپ په څېر د متزلزله او بې واکه کس تشو وعدو او دروغو ته هم خوشحاله دي او ورته چکچکې کوي او له تېرې ورځې راهیسې دا خبره بدرګه کوي چې ګنې بګرام امریکایانو ته د پیسو په بدل کې ورکول کېږي. لومړی خو د بګرام په نیولو او معامله کولو کې د اوسني نظام او په ټوله کې د افغانانو دریځ د لمر په شان روښانه دی، که دوی پر بګرام معامله کولی، نو بیا یې شل کاله جګړه ولې کوله؟ بیا یې دومره سترې قربانۍ ولې ورکولې؟ نو د معاملې او سپارلو خبره ابداً ناشونې ده او په دې اړه هر مسلمان او غیرتي افغان د خپل تن وینو او غوښو ته تیار دی چې پرې قرباني یې کړي.
دویمه خبره دا ده چې که امریکایان د بیا راتګ اراده لري، نو څلور کاله وړاندې ولې وتښتېدل؟ ولې یې هغه وخت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته عذرونه کول او له افغانستانه یې د وتلو او پښو سپکولو لپاره ننواتې کولې؟ بیا که دا اراده سمه هم وي، نو آیا امریکایان په دې نه پوهېږي چې افغانان به بیا څه راسره کوي؟ آیا هغه د شلو کلونو درسونه به یې دومره ژر له ذهنه وتلي وي؟ د دوی تېر هډونه لا تر اوسه زموږ په غرونو او شاړو کې پراته دي او نه دي خاوري شوي، نو دوی به بیا څنګه دا جرئت کوي چې د دې خاورې د نیولو تکل وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.