د اسرائيلو د روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زمونږ مختلفو روغتونو ته ۱۰۴ ټپیان راوړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اسرائيلو په مرکز تل‌ابیب کې یوه ځوان خپل لارۍ موټر پر هغو اسرائیلي پوځیانو وخېږوه چې د موټرو په یوه هډه کې سره راټول شوي وو چې د دې برید په نتیجه کې شاوخوا ١٠ اسرائيلي پوځیان مړه او تر ٥٠ تنو پورې ټپیان شول.

همداراز ځینو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی دی چې په تېره یوه هفته کې ۲۲ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر اسرائیلیان ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version