د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت ادارې (شین‌بټ) خبر ورکړی، چې د بن‌ګوریون پوهنتون یو محصل د یوه مشهور شخصیت د وژنې هڅې او د ایران د استخباراتي ادارې سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له‌مخې، نیول شوی کس بشار حسن قاسم موسی نومېږي او د یاد پوهنتون د معلوماتي ټېکنالوجۍ پوهنځي محصل دی.

صهیونیستي چارواکو ویلي، نیول شوی محصل د غزې اوږدې جګړې اغېزمن کړی او له همدې کبله یې له ایراني استخباراتو سره همکاري کړې. ویل شوي چې هغه د دې کار په بدل کې له ایراني استخباراتو پیسې هم ترلاسه کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version