د شخصي او فردي ګټو پالل د شر او فساد ډلو د پیدایښت له نېټې رانیولې، د شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد له دورې، تر جمهوریت او بیا په بهرنیو هېوادونو کې تر اوسني سرګردانه حالت پورې؛ د شر او فساد ډلو لپاره یوازینی د اجرا وړ سیاست دی. دوی د خپلو شخصي ګټو له خوندي کولو پرته تر شا کوم بل څه نلري.
دا هغه یوازینی هدف دی چې دوی یې د عملي کولو لپاره پر بل هر ارزښت پښې کېښودې، هر څه او هر څوک یې د خپلو موخو په لاره کې قرباني کړل.
له دې سره، سره چې د شوروي د یرغل پر مهال د افغان ملت د جهاد یوازینۍ موخه د اسلامي نظام حاکمیت او د اشغالګرو د ظلم پای ته رسول وو؛ خو د شر او فساد ډلو مشران د خپل مقام او منصب د خوندي ساتنې لپاره د دې ملت له برحقه غوښتنو څخه په شا شول. نه تنها دا چې اسلامي نظام یې حاکم نه کړ، بلکې د امریکايي اشغال لپاره یې هم زمینه برابره کړه.
د هېواد کورنۍ جګړې چې د شوروي اشغالګرو ظلمونه یې له خلکو هېر کړل، یوه بله هغه ښکاره بېلګه ده چې د شر او فساد ډلو تنها د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ترسره کړې. دغه تور مخو د هېواد په هر کونج کې داسې وحشتونه وکړل چې تر ننه یې نښې او پاتې شونې له منځه نه دي تللي.
د امریکایي اشغال پر مهال د شر او فساد لپاره نوی چانس برابر شو، تر څو یو ځل بیا د ملت پر اوږو سپاره شي او د پردیو د غلامۍ په منلو د اشغال شوم پلانونه په دې مظلوم هېواد کې عملي کړي.
په شل کلن اشغال کې، د غرب بېشماره ناوړه نقشې د ددې خاینانو او وطن پلورونکو په واسطه عملي شوې، چې یوازینی حاصل یې د شر او فساد د جیبونو ډکېدل وو.
همدا وضعیت د دې لامل شو چې امریکایي اشغالګر او نور بهرني مداخله کوونکي په ډاډ سره خپل تخریبي فعالیتونه ترسره او هر یو یې د افغان خاورې په یوه برخه زخمونه جوړ کړي.
دغه بدنامې څهرې له افغانستان څخه تر شړل کېدو وروسته، اوس هم د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره له ملت سره خیانت کوي او د خپلو بادارانو د رضایت په موخه، هره ورځ د افغانستان د اوسني حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره نوې دسیسې جوړوي.
دغه شومې نقشې که څه هم ډیرې لږ تر عملي کېدو رسېږي، خو په پایله کې ټولې ناکامې او بې پایلې وي، د وخت له ضایع کېدو، مالي زیان او د شر او فساد له رسوایۍ پرته بله هیڅ پایله نلري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.