د جمهوريت د دورې بهرني سياست امنيت محوره سياست وو؛ دغه سياست دوه عمده لاملونه درلودل چې يو لامل يې سيمې ته د امريکا راتلل او بل يې په کور د ننه د حکومت پر وړاندې وسلواله جګړه وه.

د پورتنيو لاملونو له امله د هغه وخت حکومت اړ وو چې د امنيت پر بنسټ خپل بهرني سياست تنظيم کړي، څو د وسلوالې جګړې لپاره د سيمې او نړۍ د هيوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

خو د اسلامي امارت د بهرني سياست ځانګړنه او اصل دا دی، چې اقتصاد محوره دی او لامل يې پر افغانستان د امريکا د هغو مرستو بندېدل دي چې د جمهوريت په دوره کې يې د متحد په نامه ورکولې، اوس مهال افغانستان اړ دی چې يا خو له داخلي عوايدو خپله بوديجه تنظيم کړي او يا هم له ټولې نړۍ سره د ښو اقتصادي اړيکو په درلودو خپله بوديجه تنظيم او خپل اقتصاد په پښو ودروي.

ددې تر څنګ يو بل دليل دا هم دی، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په هېواد کې امنيت ټينګ شوی او تر دې وروسته امنيت محوره بهرني سياست ته اړتيا نشته.

همدا راز د جمهوريت د دورې بهرني سياست متوازن بهرني سياست نه وو، چې دا په خپله د بهرني سياست په برخه کې لويه ستونزه وه.

د يادولو وړ ده، چې د جمهوريت په وخت کې که له يوې خوا د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره په اړيکو کې توازن ونه ساتلي شو له بلې خوا د ځينو هېوادونو تر منځ د دوی په شخړو کې پلوي او ملاتړ هم وشو.

د مثال په ډول:

• د سعودي عربستان او يمن په مسئله کې يې له سعودي ملاتړ وکړ چې له امله يې ايران خفه شو.

• د ارمنستان او آذربايجان په شخړه کې يې د آذربايجان پلوي وکړه.

• د هند او پاکستان ترمنځ يې هندوستان انتخاب کړ.

• له امريکا او روسيې يې امريکا خوښه کړه.

که څه هم د افغانستان او امريکا په اړيکو کې ستونزې راغلي چې له امله يې د وخت حکومت د امريکا سره د خرابو اړيکو له امله د روسيې پلوي هم وکړه، لکه په ۲۰۱۴ م کال کې چې د وخت ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د اختلافونو له امله له روسيې سره د کريما د يو ځای کېدو ملاتړ وکړ، خو په اصل کې افغانستان د دوغو دوو هېوادونو تر منځ تل د امريکا تر څنګ پاتې شو، چې په ټول کې دا ډول نامتوازن بهرني سياست د افغانستان په شان يوه هېواد ته ګټور نه، بلکې تاواني بهرني سياست وو.

که له يوې خوا جمهوريت په تېرو شلو کلونو کې په دې ونه توانېد، چې خپل بهرني سياست متوازن وساتي، بلخوا که په تېر يو نيم کال کې د اسلامي امارت په بهرني سياست کې توازن ته وکتل شي، نو په ښکاره ويلی شو، چې اسلامي امارت تر دې دمه د دغه توازن په ساتلو کې بريالی پاتې شوی دی.

يعنې د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره متوازنې او يو شان اړيکې ساتلې دي، همدا راز يې د نړۍ د هېڅ هېواد په خپل منځي شخړه او اختلاف کې د کوم لورې پلوي نه ده کړې.

د مثال په ډول:په جمهوري نظام کې افغانستان و نه شو کولای چې د هند او پاکستان ترمنځ په بهرني سياست کې توازن وساتي، خو اوس مهال سره له دې چې هند په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو اندېښنې درلودلې، خو بيا يې هم په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيست او خپل تخنيکي ټيم يې کابل ته ولېږه؛ له دې معلومېږي چې د افغانستان اسلامي امارت متوازن بهرني سياست ته ژمن دی.

بايد ووايو چې دا ډول متوازن بهرني سياست د دې لامل کېږي چې له يوې خوا افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په لاره روان کړي او له بلې خوا يې له نيابتي جګړو وساتي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version