یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

زموږ په هېواد باندې د امریکا په مشرۍ صلیبي یرغل د ځینو رسنیو، بنسټونو او په کور دننه د ځینو کسانو له لوري د بیا رغونې، آزادۍ، مساوات، بشري حقونو ورکولو، له ترهګرۍ، فقر او بې سوادۍ سره د مبارزې او نورو لسګونه شعارونو تر نامه لاندې توجېه کېده.

اصلًا د استعمار کلمه له عمارت او جوړونې څخه اخیستل شوې ده، چې له صنعتي انقلاب وروسته اروپایانو د خپل ښکېلاک د توجېه کولو په موخه په خپلو مستعمره هېوادونو کې وکاروله؛ دا چې د استعمار کلیمه د افغان ولس په شمول په زیاترو هېوادونو کې بدنامه شوې وه، ځکه خو امریکایانو د خپل یرغل د قانوني ښودلو او ولسونو د تېر ایستلو په خاطر د ګڼو تېر ایستونکو شعارونو تر څنګ د بیارغونې کلیمه چې هماغه د استعار ژباړه او یا لږ تغیر شکل دی، کاروله.

اوس که موږ د امریکایي اشغال او له هغه وروسته د اسلامي امارت(اوسني حکومت) بیا رغونې ته په پرتلییز ډول نظر وکړو، زیات توپیر به را ته جوت او ښکاره شي.

هېواد ته راغلو يرغلګرو او د هغوی څخه الهام اخيستونکو د دوي ملګرو او دوستانو به يوه ادعا کوله، چې د دوی لوی هدف د افغانستان آبادي او بیا رغونه ده.

هر وخت به یې د بيا رغونې تر نوم لاندې ډول ـ ډول مجالس او غونډې تر سره کولې، چې په ترڅ کې به يې خلکو ته تحايف او ځينې وعدې ور کولې؛ تر ډيره وخته پورې دغه سلسله روانه وه، له هر چا څخه به يې چې هر ډول معلومات غوښتل، هغه به يې ور کول.

په ميليونونو ډالر مرستې به له بهرنيو هيوادونو څخه راتللې او ټولې به د کورنیو او بهرنیو ټیکه دارانو تر منځ د واک او قدرت په تناسب ویشل کېدلې او شخصي سرمایې ترې جوړېدلې.

که په کوم ولايت کې به یوه یا نیمه آبادي تر سره کېدله د هغه لپاره به يې په ډېره لوړ بیه او په عالي کيفيت مواد برآورد کېدل، چې بيا به ورته تر ټولو ټيټ کيفيته هغه اخيستل کېدل؛ هر څه به يې په داسې ډول سره جوړول چې د موقت وخت لپاره یواځې د خپلو اړتیاوو په موخه ور څخه کار اخیستل کېده.

د اوسني حکومت په راتګ سره دا ډول درغلي، چور او غلا بند شول، هر څه چې جوړېږي په ښه کيفيت سره وي؛ څه چې رغوي هغه که سړک، دولتي ودانۍ او یا داسې نور وي، د معماري ټول اصول په نظر کې نيولو کېږي.

د اوسني حکومت په رغنیزو چارو کې بله ځانګړنه د وخت ښه مدیریت دی، په کم وخت کې ډېر لوی ـ لوی نړول شوي سړکونه، کورونه او پلونه جوړ شوي دي.

تر ننه پورې د اوسني حکومت په حکومتولۍ کې داسې کوم څه نه دي لیدل شوي، چې په قرارداد کې په لوړ کيفيت مواد ذکر شوي وي او وروسته بیا د ټيټ کيفت مواد اخیستل شوي وي.

اوس چې په افغانستان کې کله هم بيا رغونه کېږي هلته د هر کار لپاره جلا ـ جلا هيئت ټاکل کېږي او نوموړی هيئت کاري ساحې ته ورځي او خپل ارزيابي او کتنه کوي؛ د کار د چک لپاره ډول ـ ډول ماشينونه کاروي، ترڅو په کار کې کومه سستي او کمزورتيا رانشي.

له پورته واقعیتونو ښکاري چې د اوسني حکومت په کارونو کې شفافیت په نظر کې نیول کېږي، د اداري فساد او درغلیو مخنیوی شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version