د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره وايي له شپږو بنسټونو سره یې د ګډو همکاريو هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړل.

د يادې ادارې د مسوولینو په خبره دغه هوکړه ليکونه د افغانانو لپاره د ښه ژوند له موسسې، افغان ملي بانک، د افغانستان اسلامي بانک، د کورنيو چارو له وزارت او د اکاډميکو اړيکو ادارې له مسوولينو سره لاسليک شوي دي، چې موخه یې د روڼتیا رامنځته کېدل، د اداري او کاري بهیر ګړندي کول او په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او استادانو د معاشونو د وېش په برخه کې د بانکي خدمتونو وړاندې کول ښودل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version