د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي: د سوريې په شمال لوېديځ ادلېب کې د روسيې د جنګي الوتکو په هوايي بريدونو کې د يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

په دغو بریدونوکې چې د فرنیچر جوړولو یوه کارخونه یې په نښه کړی، د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان سخت ټپیان شوي هم دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور پر بنسټ ، د روسیې جنګي الوتکو د ادلب په څنډو ۲۸ ځله بریدونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version