د اسلامي امارت سیاسي کمېسون په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه؛ په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ښاغلي فصیح دالدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین محترم محمد ابراهیم صدر او د کابینې ځينو نورو غړو ګډون درلود.
د سیاسي کمېسیون په دغه غونډه کې ټینګار وشو چې چمتو دي له خپلو پولو او بندرونو ساتنه وکړي او هیڅ چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته زیان واړوي.