د اسلامي امارت د مشرتابه په يوه څلور ماده يي فرمان کې د وزارتونو د دعوت او ارشاد له ادارو غوښتي تر څو هر هغه حکومتي مسؤل چې له عذر پرته پرله پسې توګه د جماعت لمونځ پرېږدي، لومړی توصيه او بيا د حنفي فقهې سره سم تعزیري سزا ورکړي.

د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې په جماعت لمونځ ادا کول شرعاً واجب او پرېښودونکی یې د تعزير مستوجب دی همدا شان د فرمان نورو مادو کې هم تاکيد شوی چې که هر مسؤل کس په جماعت لمونځ نه اداء کوي د اړونده وزارت يا ادارې د دعوت ارشاد مسؤلين دې اول ياد کس ته توصیه وکړي او بيا دې د اړونده ادارې مسؤل ته ور وپېژني او بيا دې مسؤلين ياد کس ته د حنفي فقهې سره سمه جزاء ورکړي.

په دغه تازه فرمان کې راغلي چې د حکومتي ادارو ټول کارکوونکي او مسوولین باید پنځه وخته لمنځونه پر خپل وخت او جماعت سره اداء کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version