‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند خبيب غفران پر خپله ایکس پاڼه(ټويټر) ليکلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د انګلستان هیواد د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره کتلي دي.

د ښاغلي غفران په خبره په دې لیدنه کې د افغانستان په روان سیاسي او اقتصادي وضعیت او مخدره توکو سره د مبارزې په لارو چارو خبرې او نظرونه تبادله شوي.

غفران زياتوي دواړو لورو اوسنی وضعیت د تعامل، خبرو اترو، د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لپاره مناسب وبللو او تر څنګ یې زیاته کړه؛ چې پرمختللی او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version