د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستانه د ۲۶۰ کورنیو په ګډون ۹۴۸ کسان هیواد ته راستانه شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه شمېر کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، هرات او نیمروز له لارو هېواد ته راغلي دي.

د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، له پاکستانه ۲۱ راستنې شوې افغان کورنۍ ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د یاد وزارت چارواکي دغه راز وایي، چې په دې موده کې د کورنیو تر څنګ ۱۳۶۲کسان په انفرادي ډول له ایرانه  هېواد ته راستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې ايران او پاکستان په يادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ژوند شرايط سخت کړي او هغوی یې افغانستان ته راستنېدو ته مجبور کړي دي.

په وروستيو څلو کلونو کې په تېره بيا له پاکستان نه د افغان کډوالو د وروستۍ راستنېدونکې څپې وروسته افغان حکومت په ټولو مرزي سيمو کې د کډوالو لپاره موقتي استوګنځايونه کړي او د هغوی له لومړنيو مرستو وروسته په وړيا ډول اړونده ولايت ته لېږدول کېږي او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version