د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د نشراتو امریت وایي، د اسلامي ملي اردو ۹۹ سرتېري د دغې قومندانۍ د ټیټ رتبه بریدملانو ښوونځي د ټیم‌ مشرانو او ډلګي‌مشرانو له دوه میاشتنیو مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ټیټ رتبه بریدملانو ښوونځي قومندان، مولوي محمد موسی احمدي فارغانو ته د وینا پر مهال د مسئولیتونو د ښه ترسره کولو په پار اړینې لارښوونې کړې دي.

ورته مهال، نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په مېړانه دفاع کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version