د پنجشېر ولایت مقام رسنيز دفتر وایي، د دې ولايت د خلکو په غوښتنه او د افغان حکومت د مشرتابه په ځانګړي حکم د اسلامي ملي اردو لیکو ته تازه جذب شوي ۴۰۰ پنجشېري ځوانان د پنځه میاشتنيو پوځي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه مرکز کابل ته ولېږدول شول.

د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم وايي، چې د دغو ځوانانو د جذب بهیر د دفاع وزارت په منظورۍ ترسره شوی او د روزنې له بشپړېدو وروسته به د وړتیا پر اساس په بېلابېلو برخو کې په دندو وګومارل شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د پنجشېر د ځايي خلکو غوښتنې ته په کتو به نورو ځوانانو ته به هم د کار زمينه برابره شي.

له بل لوري بیا اسلامي ملي اردو ته تازه جذب شویو پنجشېري ځوانانو ویلي، چې په اسلامي نظام کې خدمت کول د ځان ویاړ سولي او د هېواد او خلکو د دفاع لپاره د سر او مال قربانۍ ته چمتو دي.

د پنجشېر ځايي چارواکي زیاتوي، دا دوهم ځل دی چې د پنجشېر ځوانان د اسلامي ملي اردو لیکو ته جذبېږي او تېر کال هم له ۶۰۰ څخه زیات پنجشېري ځوانان د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې شامل شوي وو، چې اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت دي.

دغه راز بيا د پنجشېر قومي مشران وايي، چې د پوځ ليکو ته د ځوانانو د جذب بهیر نه یوازې د بیکارۍ ستونزه کمه کړې، بلکې پر اسلامي نظام یې د خلکو باور هم پیاوړی کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version