په دې وروستيو کې په پاکستاني مطبوعاتو کې د «شمع جنیجو» په نوم يوې ښځې لويه غوغا جوړه کړې او داسې انګېرنې راپورته شوي، چې ښايي د پاکستان اوسنی حکومت په پټه له اسرائيلي رژيم سره د اړیکو د جوړولو هڅه کوي.
په انځورونو کې ښکارېدونکې ښځه «شمع جنیجو» چې پخوا یوه فلمي اداکاره وه او اوس د امریکا او بریتانیا تابعیت لري، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پلاوي سره د لندن څخه نیویارک ته ملګرې شوه او د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان د رسمي پلاوي ترڅنګ راښکاره شوه.
دغې ښځې ته دغه راز نيويارک کې د شهباز شريف د استوګنې په هوټل کې د هغه د خونې ترڅنګ خونه ورکول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د هغې له پېژندنې ځان نا خبره بولي؛ خو خپله شمع جنيجو بيا وايي، چې له دې سره د پاکستان د صدراعظم محرم اسناد دي او دا یې د ساتلو مسؤليت لري.
له پاکستاني پلاوي سره د نوموړې ښځې له شتون هاخوا خورا مهمه موضوع دا ده چې «جنیجو» په تېرو کلونو کې څو ځله اسرائیلو ته سفرونه کړي او حتی د خپلې علمي څېړنې د دفاع غونډه کې یې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو ته د ګډون بلنه ورکړې وه.
شمع جنيجو اسرائيلو ته له سفرونو ورهاخوا له مهمو اسرائيلي استخباراتي چارواکو سره په انځورونو کې هم ښکاره شوې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، داسې ښکاري، چې د پاکستان حکومت د رسمي پلاوي ترڅنګ يو څارونکی پلاوی هم د ملګرو ملتونو غونډې ته تللی دی.
په ورته مهال د «جنیجو» موجودیت د خلکو او شنونکو په ذهنونو کې دا پوښتنه راولاړه کړې، چې ایا د پاکستان اوسني واکمنان د اسرائیلو سره د اړیکو د نږدېوالي هڅه کوي؟ او که له پخوا ورسره اړيکې لري؟
د پاکستان حکومت که څه هم په ښکاره له اسرائيلو سره د دښمنۍ ادعا کوي؛ خو تر دې وړاندې د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې په ۱۹مه هم د ښځو په ګډون د ياد هېواد يو لس کسيز پلاوی د اسرائيلو سره د تاريخي، علمي او سياسي اړيکو د پياوړي کولو لپاره په پټه اسرائيلو ته سفر کړی وو.