د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پر ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان احتجاج‌ليک يې ورسپارلی دی.

یاد وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندلې او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکی عمل یې یاد کړی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې عواقب لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version