ټاکل شوې چې د سپټمبر میاشتې په وروستیو ورځو کې د افغان حکومت د مخالفینو لپاره د پاکستان په اسلام آباد کې، د آی‌ایس‌آی له خوا پوښښي غونډې جوړې شي. په یادو غونډو کې ډېری هغه څهرې ګډون کوي، چې ازمویل شوي دي، د شل کلن جمهوریت پر مهال په ګڼ شمېر جنایاتو کې ښکېل وو، چې له جاسوسۍ، وطن‌پلورنې، مخدره توکو قاچاق، جنایي او نورو جرمونو څخه یې هیڅ مخ نه اړاوه.

د دې غونډې له اعلان سره، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ملي امنیت شوری یو کارمند روح الله باران، چې دا مهال له هېواد بهر اوسېږي، ادعا وکړل چې د مقاومت شورا یو مهم غړی د پاکستان تابعیت لري، نوموړي ویلي د مقاومت شوری یاد غړی په ۱۳۹۱ل کال کې د ملي امنیت ریاست له خوا په دې تور ونیول شو چې د محرم اطلاعات یې د پاکستان سفارت د استخباراتو مسؤل ته لېږل.

باران ویلي، یاد کس په کلک ضمانت د چهل ریاست څخه خوشي شو او له افغانستان څخه یې تېښته وکړه؛ زیاتوي چې د مقاومت شوری د یاد غړي یو ورور اوس د پاکستان استخباراتي سازمان آی‌ایس‌آی کې کرنل یا ډګروال دی، همدا راز د اسلام آباد ناستې تر شا د انقرې شورا ده. دې څرګندونو وښودل چې د اسلام آباد ناسته د آی‌ایس‌آی له خوا د پوښښي بنسټونو له خوا ترسره کېږي، چې د دغه ناستې اصلي موخه له نیابتي ډلو او مخربو کړیو سره د نږدې همغږۍ قوي کول دي.

مقاومت شوری چې د رهبري غړي یې تر ډېره په ترکیه کې مېشت دي، د اسلام آباد له ناستې وړاندې یې د ترکیې په انقره کې هم د آی‌ایس‌آی له یو هیئت سره لیدنه کړې وه او د افغانستان د داخلي مسایلو په اړه یې یو شمېر هوکړې کړې وې. د اسلام آباد ناسته هم د انقرې ناستې تعقیب او د اړیکو ډیرولو ترڅنګ، د نیابتي فعالانو، سیاسیونو، جنګیالیو او څهرو د جذبولو پروسه ده.

د روح الله باران څرګندونو دا هم وښودل چې په مقاومت شورا کې آی‌ایس‌آی ته نږدې څهرې او د هغوی جاسوسان ځای لري؛ د دغه شورا په لومړیو کې هم تحلیلونه او عام غبرګونونه داسې وو، چې د یادې شورا په اډانه کې د افغانستان له ګوټ، ګوټ څخه مجرمین، توري څهرې او د مختلفو هېوادونو جاسوسان ور ټول دي او دغه شورا د مختلفو هېوادونو د استخباراتي ګټو لپاره سیاسي او تبلیغاتي مبارزه کوي.

مقاومت شورا او دې ته ورته ډلو ته مهمه نه ده چې دغه ډلې د کوم هېواد د استخباراتي سازمانونو په ګټه کار کوي، بلکې د هر هغه چا لپاره کار کوي، چې شخصي ګټې یې ورسره خوندي کېږي، ولو که د پاکستان استخبارات هم وي. باید له پامه ونه غورځوو چې د مقاومت شورا په څېر د ګڼ شمېر هغه نیابتي ډلو مشران له پخوا د آی‌ایس‌آی سره نږدې کار کوي، چې دا مهال د افغان حکومت مخالفت کوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version