د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د لویدیځې افریقا د ګینه هېواد په دويم ستر ښار کې د فوټبال یوې لوبې پر مهال د ننداره چیانو تر منځ شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
فرانس پریس اژانس هغه ځای د يوه روغتون د ډاکټر له قوله ویلي چې ګڼ شمېر مړي سیمه ییزو روغتونونو او مرده خانو ته د پیژندګلوۍ لپاره لیږدول شوي دي، او روغتون کې تر اندازې ډیر مړي ایښودل شوي، او مړي دومره ډیر دي چې د روغتون په سالون کې ځای پر ځای شوي دي.
د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د فوټبال تماشه چیانو تر منځ وروسته تر هغه شخړه پیل شوه چې لوبڅار یوه جنجالي پریکړه وکړه او د لوبې مینه والو د میدان په لور هجوم یوړ.
2 Comments
ستاسو ویب سایټ په وخت او کره بي طرفه خبرونه وړاندې کوي
ستاسو ویب سایټ په وخت او کره بي طرفه خبرونه وړاندې کوي مننه زه هڅه کوم تاسو هر وخت تعقیب کړم