د ایران تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د یوه پلان شوي سفر په ترڅ کې د ترکیې پلازمېنې انقرې ته رسېدلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې عباس عراقچي له ترکي چارواکو سره په سوریه کې د روان وضعیت او په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې وکړي.

د سیاسي چارو د شنونکو په وینا؛ ایران سوریه کې پر نیابتي ډلو لسګونه ملیارده ډالره لګښتونه کړي او وروستیو جګړو سوریه کې دغه ډلې سره پاشلي او د له‌منځه تلو له ګواښ سره یې مخامخ کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version