د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د لویدیځې افریقا د ګینه هېواد په دويم ستر ښار کې د فوټبال یوې لوبې پر مهال د ننداره چیانو تر منځ شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

فرانس پریس اژانس هغه ځای د يوه روغتون د ډاکټر له قوله ویلي چې ګڼ شمېر مړي سیمه ییزو روغتونونو او مرده خانو ته د پیژندګلوۍ لپاره لیږدول شوي دي، او روغتون کې تر اندازې ډیر مړي ایښودل شوي، او مړي دومره ډیر دي چې د روغتون په سالون کې ځای پر ځای شوي دي.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د فوټبال تماشه چیانو تر منځ وروسته تر هغه شخړه پیل شوه چې لوبڅار یوه جنجالي پریکړه وکړه او د لوبې مینه والو د میدان په لور هجوم یوړ.

2 Comments

ځواب پریږدئ

Exit mobile version