ليکوال: عبدالله زاهدد افشارو د قتل عام پېښه یوه ډله‌ییزه وژنه وه چې په ۱۳۷۱ کال کې په کابل کې د ټوپک سالارانو (احمد شاه مسعود او عبدالرب سياف رسول) د کورنۍ جګړو پر مهال د افشارو د نيولو پر سر رامنځته سوه.دغه فاجعه د ۱۳۷۱ کال د لیندۍ په ۲۱ نېټه پیل او د لیندۍ تر ۲۲ نېټې پورې یې دوام وکړ، په دې قتل عام کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل سوي دي؛ د وژل شویو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.د ۱۳۷۱ کال د لیندۍ په ۲۱ مه ماښام د احمدشاه مسعود په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت ځواکونو او د عبدالرب رسول سیاف په امر د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې حزب اسلامي د افشارو پر سیمه د راکټونو ویشتل پیل کړل، دې جګړې، قتل عام د غبرګولي د ٢٢مې تر سهاره پورې دوام وکړ.د افشار په سیمه کې په سلګونو شیعه اوسېدونکي د هغه وخت”حکومتي” ځواکونو لخوا ووژل شول.افشار ولسوالۍ د افشارو د غرونو په لمن کې پرته ده او د کابل لوېدیځ لویه برخه يې پوښلې ده؛ د کابل پولیتخنیک او د ټولنیزو علومو انستیتوت چې ښار ته له ننوتلو وروسته د حزب وحدت د مشرتابه له خوا د قومندانۍ په توګه وټاکل شو، هم په همدې سیمه کې موقعیت لري او کافر کوه افشار یې محافظوي ډال ګڼل کېږي.د فبرورۍ په یوولسمه د سهار په یوولسو بجو د ټولنیزو علومو پر انستیتوت له دریو خواوو برید وشو، له لویدیځ څخه د اسلامي سیاف د ټلوالې له لوري، له شمال او جنوب څخه د «حکومتي» ځواکونو له خوا (چې مشري يې احمد شاه مسعود کوله) سیمه اشغال شوه، 24 ساعته دوی قتل عام، جنسي تیری، کورونه یې وسوځول او ځوان هلکان او نجونې یې بنديانې کړلې.د دغه وحشت خبرونه په ورته وخت کې په کابل او په راتلونکو ورځو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شول، د اټکل له مخې په دې قتل عام کې شاه و خوا ۷۰۰ کسان وژل شوي یا ورک شوي دي، کله چې يو کال وروسته د وحدت ګوند دا سیمه بیرته ونیوله، ډیری ډله ایز قبرونه یې وموندل چې 58 جسدونه پکې وموندل شول.دا ډله ییزه وژنه د ځينو ګاونډیو هیوادونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو لخوا وغندل شوه، خو عاملین یې هیڅکله محاکمه یا نیول شوي نه دي، بلکې د وخت مطابق ورته د اتلانو، قهرمانانو لقبونه هم ورکول سول. که څه هم رباني په شخصي توګه دا ډله ييزه وژنه د خپل حکومت يوه تېروتنه وبلله، خو د پېښې پړه پر خپلو سرتېرو ور واچول شوه، چې مشري يې د احمد شاه مسعود په غاړه وه؛ په هغه ورځ افشار د یوه وحشي ښار په څېر و او ټول اوسېدونکي یې له قتل عام وروسته له هغه ځایه وتښتېدل، خو هغې ترخې خاطرې د خلکو په دماغونو او زړونو کې پاتې دي او د قومي او مذهبي اختلافاتو شدت یې غوړولی دی.د افشار ناورین چې د ۱۳۷۱ لمریز کال د لیندۍ په ۲۱مه د کابل د افشارو په ولسوالۍ کې پر خلکو ولګېد، په حقیقت کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو تر ټولو خونړی او تر ټولو زړه بوږوونکی ناورین دی؛ دا غمجنه تراژیدي د نظار شورا مشر احمدشاه مسعود، د اسلامي اتحاد د مشر عبدالرب رسول سیاف، د رباني د حکومت د استخباراتو رئیس محمد قسیم فهیم، د تېر حکومت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر کسانو له امله رامنځته شوه. د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس او د راکټ لوا قومندان یونس قانوني، د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان او د ملي دفاع وزارت سیاسي مرستیال بسم الله محمدي موصل او د بګرام هوايي ډګر قومندان سید حسین انوري د مرکزي شورا رئیس، د وحدت تنظیم د شیخ اصف محسني، اکبري او سید موصوف کاظمي په مشرۍ اسلامي حرکت د افغانانو د یوې برخې چې هزاره ګان وو، د تباه کولو لپاره يې يوه طرحه عملي کړه، چې د افغانستان په تاريخ کې د يوه نه جبرانېدونکي جنايت په توګه ثبت سوه. د ٢١مې نېټې په ماښام د افشارو ځمکه د استاد رباني او د هغه د متحدينو له خوا د ځمکې او هوا څخه د توپچي بريدونو په ترڅ کې په نښه شوه او د راتلونکې ورځې تر ماښامه پورې د افشارو د خلکو لپاره په هديره تبديل سوه، د عقرب په ۲۲مه د افشارو د وینو او اور تر منځ نڅا، د مرګونو او باروتو بوی، د افشار د مظلومو ښځو او ماشومانو چیغې او د احمدشاه مسعود او سیاف وحشت د کابل لوېدیځ په کنډواله بدل کړی وو او يو بل باب د شمالي ټلوالې د وحشت د افغانستان تاريخ کې ثبت سو. په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروژې د شمېرو له مخې، په هغه شپه زرګونه کسان، چې ماشومان، ښځې او بوډاګان پکې شامل وه او ټول هزاره ګان وه، د شمالي ټلوالې د غړو، اتحاد سیاف او شیخانو له خوا په بې رحمۍ سره ټوټې ټوټې شول، له بلې خوا په افشار کې هم بریدګرو د ښځو سینې او د ځوانانو سرونه پرې کړل.يوه افغانه خورکۍ په ژړا، ژړا کې وايي چې نارينه يې را ووژل يا يې راڅخه يووړه، بنديان يې کړه او پر ښځو يې جنسي تيری کاوه، وايي دوو کسانو زما مخې ته زما پر خور جنسي تېری وکړ، وايي کفار به داسې څه ونه کړي لکه دغو ټوپک سالارانو، وحشيانو چې د وطن د مدافعينو په جامه کې وکړه.يوه بله افغانه وايي چې، که موږ افغانستان کې د ژوند کولو حق نه لرو نو پرې مو ږدئ چې دا ملک پرېږدو، يو اعلان وکړئ چې نور هزاره قوم د افغانستان څخه ووځي ځکه دوی داسې وحشت او يو حالت راوستلی وو، تعصب يې اوج ته رسولی وو، پاټک سالاري يې جوړه کړې وه چې مکمل افغانان له افغانيت او له خپل ژونده بېزاره وه. د افشار پېښه اوله او آخره نه ده بلکې اوس يو ځلي بيا همدې شمالي ټلوالې بندوبست کړی تر څو بيا ځلي شيعه ورونو قتل عام وکړي، ځکه دا ځلي يې له داعش سره تړونونه کړي چې يو هدف به يې د هزاره ورونو بيا ځلي قتل عام وي. دغه ناورین تر هغه وخته دوام وکړ تر څو چې طالبان کابل ته راغلل او له دغه ظالمو وحشيانو څخه يې د کابل ولس او کابل و ژغوره. هو دا همغه شمالي ټلواله ده، همغه مسعود دی چې ورته خلکو د اتل لقب ورکاوه، هو دا همغه وحشيان دي چې اوس هم د افغانستان د امن د خرابولو کوښښ کوي، اوس هم لګيا دي تر څو بيا هغسي وحشت ته لاره جوړه کړي او د دې لپاره بهرني يرغلونو ته دعوت ورکوي. دا د دوی د وحشتونو څخه يو مثال وو، دغسي زرګونه وحشتونه دوی پر افغانانو کړي دي او اوس د بيا ورته وحشتونو د لړۍ د پيل په خاطر داعش، امريکا او نورو طاقتونو سره يو کېږي، پرديو ته زارۍ کوي چې راسئ، يرغل وکړئ! موږ واک ته ورسوئ، بيا چې تاسو هره غوښتنه لرئ موږ به يې وايي درته پوره کوو.پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version