د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ګرمو بحثونو په دوام، د اروپايي ټولنې استازي «توماس نیکلاسون» ویلي، چې څو ورځې وروسته به قرغیزستان د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي. د دې هیواد لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې دا غونډه به تر راتلونکې اوونۍ پورې په قرغیزستان کې جوړه شي او د افغانستان د دریو ګاونډیو هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.نوموړي دا نه دي ویلي چې د کومو هیوادونو استازي به د دې غونډې ګډونوال وي او په کومو موضوعاتو به بحث کېږي. د یادونې ده چې دې ته ورته ډېری غونډې په بیلابلو هیوادونو کې د افغانستان د حکومت د استازو له نه ګډون پرته ترسره شوي او بې نتیجې پای ته رسېدلي.