د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

د دې خونې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه تېل او ګاز، چې ۱۵۰۰ ټنه مایع ګاز (ایل پي جي) او ۱۵۰۰ ټنه ډیزل او پټرول په کې دي؛ د دوغارون او نیمروز له سرحدي لارو څخه افغانستان ته راځي.

د ویلو ده، چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ د جګړې پر مهال د کابل او تهران ترمنځ هم سوداګري اغېزمنه شوې وه، چې ورسره د هېواد په بازارونو کې د سون‌توکو په بیو کې لوړوالی راغلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version