د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې د دې ولایت له دره، آبشار، شتل او حصه اول ولسوالیو نږدې ۵۰ ټنه ګیلاس هند ته صادرېږي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د تازه مېوو له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی، چې سیمهییزه اداره په دغه برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتووالی لري.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم له دغه ولایت څخه ۱۰۰ ټنه ګیلاس د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته صادر شوي وو.