د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئیس، ډاکتر نعیم الله ایوبي بنګلهدېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره کتلي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، د روغتیايي محصولاتو او درملو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوې دي.
کتنه کې دغه راز افغانستان ته د صادرېدونکو درملو د کیفیت او بیو پر ښه والي او افغان سوداګرو ته د درملو برخه کې د ویزې د ورکړې لپاره د اسانتیا پر برابرولو هم ټینګار شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، دواړو لورو د کتنې پای کې د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
