د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، ددې ترڅنګ له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کېلوولټ برښنا لېږد پروژې د لا ښه پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه بحث ترسره او دواړو لوریو هیله مندي وښوده چې په دې برخه کې به نږدې راتلونکي کې د پام وړ پرمختګونه وشي.
د افغانستان برښنا شرکت ډاډ ورکړی، چې غواړي د هېواد صنعت، سوداګرۍ، کرنې برخو د لا ودې او پراختیا لپاره د برښنا خدماتو پر پراختیا او پیاوړتیا ګړندی کار وکړي.