د افغانستان بانک په هېواد کې انلاین صرافۍ ناقانونه گڼلې او له خلکو یې غوښتي هېڅ ډول معاملات دې ورسره نه کوي.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په هېواد کې یو شمېر وگړي انلاین صرافۍ په نوم مالي معاملې کوي او دغه ډول کړنې هېڅ قانوني جواز نه لري.:«د مخکېنیو خبرتیاوو په تعقیب، گرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې په هېواد کې یو شمېر وگړي د انلاین صرافۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي او AgiGpt-QT4، فورسیج او داسې نور په بازار کی فعالیت لري.

د افغانستان بانک له دې لارې یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چی تر اوسه هېڅ شخص یا شرکت ته د انلاین صرافۍ د فعالیتونو جواز صادر شوی نه دی او دا ډول فعالیتونه غیر قانونی ګڼل کېږي.»

په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې د یادو معاملو د خطرونو، زیانونو او بعدي مسوولیتونو په پام کې نیولو سره دې له دغه ډول شرکتونو او وگړو سره د انلاین معاملو له تر سره کولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک نه دي ویلي، چې انلاین صرافیو ته د جواز ورکولو وروسته به دغه کړنه قانوني کړي او که‌نه؛ خو اوس یې له خلکو غوښتي چې انلاین صرافیو سره دې معاملات نه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version