‏د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې د غزني پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شوی.

یاد وزارت ویلي، چې دغه مهم ګام به د غزني ولایت د ځوانانو سربېره د هېواد بېلابېلو ولایتونو محصلینو ته د طب په برخه کې د لوړو زده‌کړو زمینه برابره او په یاد ولایت کې به روغتیایي خدمات لا پیاوړي او معیاري شي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې، په ورته اقدام کې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د بدخشان پوهنتون لپاره هم د طب پوهنځی منظور شوی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version