د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا د دوشنبې په ورځ د سلواغې میاشتې په ۳۰ مه، اوه لس (۱۷) میلیونه امریکايي ډالر د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.د افغانستان بانک ادارې په خپله “اکس” پاڼه لیکلي، چې سبا اوه لس میلیونه امریکایي ډالره اعلانوي، یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو، چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي؛ څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.دغه بانک زیاته کړې، چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکل شویدي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري”د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو د ثبات په موخه د ازادې داوطلبۍ له لارې میلیونونه امریکایي ډالره لیلام کړیدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version