نوین ساپی

د هیواد د باندینو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د چا تر فشار او اغیز لاندې رانشي، امکان لري چې له سرپرست حکومت سره په خبرو کې پرمختګ وشي. دا چې نن او سبا د افغانستان په تړاو د قطر په دوحه کې غونډه تر سره کېږي، د نورو په څېر به بې نتیجې پای ومومي.د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي انتونیوګوترېش ویاند سټېفن دوچاریک ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان میرمنې ګډونوالې دي.یاده غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو او سازمانونو استازو او يو شمېر ښځو او مدني فعالانو ګډون کړی، د سرپرست حکومت د استازو په نشتون کې نور خلک د افغانانو نماینده ګي نه شي کولای او نه به ورته څوک دا مسولیت ورکړي، د دوی ګډون یوازې او یوازې خپلې شخصي ګټې او شخصي منافع په نظر کې نیول دي.دا په داسې حال ده چې، د سرپرست حکومت استازي د تیر کال مې په میاشت کې دېته ورته یوې غونډز ته نه و بلل شوی، دوی په هغه وخت کې ویلي و چې د ګډون پرته یې دا غونډه ګټوره نه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version