وحیدالدین حیدر

د دوحې ناسته د 2024 م کال د فبرورۍ په اتلسمه نېټه د قطر په دوحه کې د امریکا په ابتکار دائره شوې، افغان حکومت دغه ناسته ترک کړه او ګډون یې پکې ونه کړ.د دوحې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون دوه عمده لاملونه لرل، یو لامل یې دا وو چې دلته یو مشروع نظام رامنځ ته شوی، سوله او امن منځ ته راغلي، اسلامي نظام یو خپلواک او مستقل نظام دی چې په خارجي هیوادونو تکیه نه دی، هر هیواد سره د خپلو منافعو پر بنا د سیاست اساسي کرښې ترسیموي، د اسلامي نړۍ سره یې د عقیدې په لحاظ خواخوږې ډېره ده، د فلسطین پر مظلومو مسلمانانو یې د صهیونیستي اسراییلي بربریت په ټول قوت او جرئت غندلی دی.منځني ختیځ کې یې د اسلامي اخوت پر بنسټ د اسراییلي نیواکګر مظالم غندلي او خپل غږ يې د قدس د ازادۍ په برخه کې پورته کړی دی.بل لوی لامل یې دادی چې دا د افغانستان د مظلوم ملت غوښتنه وه چې باید دا ناسته د افغان حکومت له لوري تحریم شي، ځکه امریکا یوځل بیا غواړي یو اجیره، فاسده او بدنامه متزلزله اداره په افغانانو وتپي، د دغې ناستې اساسي اجنډا همدا ده چې عطاء، دوستم، محقق، خلیلي، بسم الله، تورن اسمعیل، صالح، احمد مسعود او د تېر رژیم بدنامه او ناکامه څېرې په دې ملت یوځل بیا تحمیل کړي، او د دوی په واسطه په افغانستان کې خپل شوم پلانونه چې هغه د افغانانو خاوره د خپلو مقاصدو لپاره استعمالول دي، شمالي او جنوبي اسیا هیوادونو کې د ویرې خپرول دي، ایران او چین زموږ له خاورې تهدیدول دي، د روسیې سره سیاسي، اقتصادي او نیابتي جګړې دي.دا د امریکا اساسي اهداف دي تاسو د امریکا ټاکنو ته د مخکښ کاندید او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ خبرې اوریدلي چې د بګرام د تسخیر په موخه یې کړي هغه وایي، چې زموږ په وتلو له افغانستانه زموږ دښمنان زړور شوي، که زه ولسمشر شم نو د بګرام هډه تسخیروم او هلته قوي نظامي او استخباراتي ظرفیت ځای په ځای کوم، ترڅو خپل رقیبان ګونډه کړم.د دوحې ناسته مطلق د امریکایي اهدافو ناسته ده چې د افغانستان ملي منافعو لپاره پکې هېڅ ګنجایش نه وو او نه هم شته، دغه ناستې پر ځای د دې چې د افغانستان سیاسي ثبات تامین کړي، بلکې په سیاسي ثبات د امریکا دروند ګوزار دی چې دا نظام وشړوي او د تېر په څېر اجیره ډله په اقتدار راولي او زموږ تاریخ، ارزښتونه او عقاید پرې سپک کړي. ملت له افغان حکومته غواړي چې په ټول تدبر او سیاسي حکمت دغسې ناستې تحریم او اهداف یې ورشنډ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version