‏د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس جیفري ګریکو سره کتلي.

یاد بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد د هېواد بانکي او غیر بانکي مالي سکتورونه په اقتصاد کې مهم بللي، او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې یې د افغانستان بانک هڅو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

بلخوا جیفري ګریکو له تېرو دریو کلونو راپه دېخوا د افغانستان د اقتصادي او بانکي سکتورونو بدلونونه مثبت بللي او د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې یې د بانکي سکتور د متقابلو اړیکو د پراخېدو په موخه د یو کنفرانس د جوړېدو خبره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version