العربیه خبري شبکې د پوځي چارو تخصصي وېب‌پاڼې «وار زون» له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پوځ پر ایران د راتلونکي بل احتمالي پوځي برید لپاره پر چمتووالي بوخت دی.

د راپور له مخې، د اسرائیلو دفاع وزارت په نوي اجرائیوي پلان کې پر ایران د هوايي برلاسۍ د ساتلو او د ایران پر فضا د کنټرول پراخولو اقدامات شامل دي.

«وار زون» لیکلي، چې د صهیونیستي رژیم موخه د ایران د اټومي پروګرام، د توغندیو تولید او له هغو ډلو د ملاتړ مخنیوی دی، چې یاد رژیم یې «ترهګر» ګڼي.

اسرائیلي چارواکو پر ایران له برید او ورسره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته دعوه کړې، چې د ایران د توغندیز او هوايي دفاعي سیستم برخې ویجاړې کړي.

بلخوا ایران، چې په دغه جګړه کې د خپل پوځ ګڼ مشران او د اټومي پروګرام شاوخوا شل متخصصین له لاسه ورکړي، پر صهیونیستي رژیم او امریکا د برلاسۍ خبره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version