د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکیې چارسمبالي سفیر جنگ اونال سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له لوري د اسرائیلو د صهيونيستي رژیم پر وړاندې د سوداگریزو اړیکو د پرېکون ستاینه کړې ده.:«همدا راز په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د گڼو هېوادنو د سياسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاوو پر راتگ خبرې اترې وشوې.»


په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې سره د لاجورد له لارې د سوداگرۍ پیل، د ترکیې او افغان سوداگرو په گډو هڅو په ترکیه او افغانستان کې د مشترکو نندارتونونو په پرانیستلو بحث وکړ.


په دې ناسته کې د ترکیې سفیر ویلي، چې موږ د افغانستان په وروستیو پرمختگونو خوښ یو او هڅه باید وشي د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراخیتا په اړه په گډه کار وشي. همدارنگه په راتلونکو نږدې ورځو کې به د ترکیش هوایي شرکت پروازنه عملاً کابل ته پیل شي.


ترکیې تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې په غزه کې د وروستیو بشر ضد جنایتونو له امله له اسرائیلو سره هر ډول سوداگریزې اړیکې پرې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version