د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بدخشان پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی ټاکل شوی دی، چې د څېړنې پایلې به له رئیس الوزراء سره شریکې کړي.


د ښاغلي مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، د دوی د مشر د فرمان له مخې چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو په موخه صادر شوی دی، په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي کار روان دی.

دا چې د بدخشان د یو شمېر ولسوالیو په ځینو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي. د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، ترڅو دا بشرضد بوټی او قاچاق یې له منځه ولاړ شي او هېڅ سیمه له دې حکم څخه مستثنی نه ده.: «متاسفانه ځینو متخلفینو په هغو امنيتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي. د یادو پیښو د دقیقې څیړنې لپاره د ریاست الوزرا د محترم مقام له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت په مشرۍ يو هيئت وټاکل شو، د هیئت په ترکیب کې له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی رئيس مولوي صاحب شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو د شورا رئيس مولوي عبدالمومن شامل دي.»


په اعلامیه کې ویل شوي، ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د پېښو هر اړخیزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.


د بدخشان د پېښې وروسته ځینو مغرضو رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې گوندې په بدخشان کې ځايي خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version