لیکوال: عادل افغان
د مې میاشتې درېیمه هر کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. په دغه ورځ تر ډېره په نړۍ کې د مطبوعاتو او خبریالانو پر وضعیت بېلابېلې تبصرې کېږي.

تازه د یو شمېر نړیوالو مطرحو رسنیو د سر ټکی همدا موضوع ده. یادو رسنیو د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت د یو شمېر بنسټونو خبرې او نظرونه تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د دوی په راپورونو کې د رسنیو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو له خولې ویل شوي، چې دغه بنسټونه په افغانستان کې پر رسنیو د محدودیتونو د زیاتوالي، پر خبریالانو د ځان سانسورولو لپاره د فشار راوړلو او د رسنیو د خپلواکۍ د محدودولو لپاره د نویو لارښوونو په اړه اندېښنه څرګندوي.


د سرچینې په خبره، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د سرغړونې ۱۳۶ پېښې ثبت کړې، چې ۷۳ یې ګواښونه او ۶۴ یې د خبریالانو د نیول کېدو پېښې دي. په دغو راپورونو کې د افغان خبریالانو د مرکز، په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې او د روا دارې په نوم د بشری حقونو سازمان پر رسنیو د بندیزونو، جبر او سانسور لپاره د فشار په اړه اندېښنه څرګندنه کړې ده. دوی دغه راز زیاته کړې چې د رسنیو په برخه کې د طالبانو وروستي حکومونه د او اقدامات ویجاړوونکي دي.


تبصره:
پورته دوه پاراګرافونه په نړیوالو رسنیو کې د افغان خبریالانو او رسنیو په اړه مهم ټکي وو، خو اصلي پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د افغان رسنیو او خبریالانو رښتینی وضعیت څنګه دی؟ په پیل کې غواړم چې په لنډه توګه په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د تېرو دوو لسیزو تاریخي پس منظر ته اشاره وکړم.

نږدې دوې لسیزې وړاندې پر افغانستان د امریکا تر مشرۍ لاندې د غربي ښکېلاک تر برید وروسته، دغه هېواد په هره برخه کې عملاً اشغال شو. د اشغال یوه مهمه برخه هم فرهنګي اشغال و چې د نظامي اشغال لپاره یې بستر سازي کوله. پر رسنیو له اندازې ډېره پانګونه وشوه.

رسنیو په څو برخو ووېشل شوې، یوه ډله یې حکومتي رسنۍ وې چې واک او کنټرول یې ټول له تېرې ادارې سره و او د ښکاره یې د تېرې ادارې او اشغال په ګټه او د اسلامي امارت او د اشغال د مخالفینو پر ضد تبلیغ کاوه.

دویمه ډله رسنۍ بیا د سفارتونو، د ایساف او ناټو، بهرنیو استخباراتي او نورو بېلابېلو ادارو تر مستقیم اثر او ملاتړې لاندې وې، هغوی به ورته پروژې او پروګرامونه ورکول، امکانات یې ورته چمتو کول او په دې ډول به یې د اشغال د دوام او دغه راز په افغانستان کې د خلکو د اصلي فرهنګ او ارزښتونو پر خلاف او د غربي فرهنګ د ترویج لپاره کار کاوه.

درېیمه ډله رسنۍ بیا د سیاسي ګوندونو، ډلو ټپلو، جنګسالارانو او د کورنۍ جګړو د قوماندانو اړوند وې چې دوی د اشغال په څنګ کې هم ولاړ وو او د دې رسنیو له لارې یې هڅه کوله چې په ملت او ولس کې خپلې کرغېړنې څېرې سمې معرفي کړي.

څلورمه او کوچنۍ ډله بیا هغه کم شمېر رسنۍ وې چې تر یوې کچې یې نشرات او خپرونې سمې وې، خو بیا هم د پورته دریو رسنیو تر اثر او رسوخ لاندې وې. دغه رسنۍ هېچاته ځواب ویونکې نه وې، هرڅه یې چې زړه غوښتل او یا به یې ډونرانو ورته ویل، هماغه یې خپرول، د ارزښتونو خبره ورته اصلاً مهمه نه وه، مالیه یې نه تحویلوله او دغه راز تر هر چا او هر ارزښت لوړې وې.

د اسلامي امارت په راتګ سره لومړۍ ډله رسنۍ د اسلامي امارت اړوند شوې چې تر سالم مدیریت لاندې راوستل شوې او د هېواد د نافذه قوانینو، ارزښتونو او دودونو مطابق خپرونې کوي. دویمه ډله رسنۍ یې بیا په دوو برخو ووېشل شوې، یوه برخه یې مطلق بندې شوې، ځکه سرچینې یې وچې شوې او نور ورته بادار څه نه ورکول او مسوولین او خبریان یې هم بهر ته وتښتېدل. دویمه برخه یې بیا هم پاتې شوې چې نافذه قوانینو او ژورنالیستکي اصولو ته پر غاړه اېښودو سره لا هم نشرات کوي. او درېيمه ډله رسنۍ هم تر ډېره بندې شوې، مسوولین یې وتښتېدل، دوی نور بې مضمونه او بې موضوع پاتې شوې. یو شمېر یې لا مړ ژواندې پاتې دي، خو د اصولو او قوانینو په رڼا کې خپرونې کوي. څلورمه ډله رسنۍ تر ډېره اصلاح شوې، د نورو دریو ډلو ډېرې رسنۍ هم ورسره یو ځای شوې چې اوس یې شمېر ډېر دی او د نافذه قوانینو، اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې خپرونې کوي او که کوم وخت سرغړونه هم کوي، قانون ته باید ځواب ووايي او بس.

اسلامي امارت له کوم توپیره پرته له دغو رسنیو سره ډېره مرسته وکړه، د دوی تېر یې هېر کړل، درنې مالیې او پر مالیو درنې جریمې یې ورته وبښلې، د تېرو کلونو د خپرونو او نشراتو پوښتنه یې ترې ونه کړه او په ټوله کې یې د دوی د اصلاح او سمون هڅه پیل کړه او په دې برخه کې یې ورته کافي وخت ورکړ. اوسمهال هغه رسنۍ چې د شته قوانینو مطابق خپرونې کوي، په ډاډه زړه کار کوي، د خبریالانو امنیت یې ډاډمن او تامین دی او دوی ته هېڅ ستونزه نشته.

که کومه رسنۍ یا خبریال بیا له اصولو او قوانینو سرغړونه کوي، هغوی د اړوندو ادارو له خوا د وضاحت لپاره غوښتل کېږي او په ډېرې احترام ترې د خپلو سرغړونو او تېروتنو په اړه وضاحت غوښتل کېږي. اسلامي امارت ان له هغو رسنیو سره هم له پوره زغم او مهربانۍ کار اخلي، چې کارونه یې له اصولو سره په ټکر کې وي، د اصلاح لپاره ورته توصیه کوي.

که له واقعیت او حقیقت سترګې پټې نه شي، هغه ډول چلند چې په افغانستان کې له رسنیو او خبریالانو سره کېږي، ساری یې په هغو هېوادونو کې هم نشته چې ځانونه د رسنیو او د بیان ازادۍ سرلاري او مدعیان معرفي کوي.

تاسې دا اوس وګورئ چې غرب او د هغه لاسپوڅي صهیونیستي یهودي رژیم په غزه کې له خبریالانو سره تېرې شپږې څه ونه کړل؟ څومره خبریالان یې هلته له منځه یووړل، ځومره یې زخمیان کړل او څومره نورو ته د خبري پوښښ اجازه ورکوي؟ په داسې حال کې چې د همدغه لاسپوڅي او ظالم رژیم تر شا ټول د بیان ازادۍ په اصطلاح مدعیان ولاړ دي. یوه ورځ یې د هغو په اړه څه ونه ویل! تر هغې هم که راتېر شو، په امریکايي، اروپايي، عربي او د سیمې او ګاونډ په هېوادونو کې همدا اوس سلګونه خبریالان په زندانونو کې پراته دي، شکنجه کېږي او ان وژل کېږي، په هغې اړه هېچا څه ونه ویل! دغه راز په همدغو هېوادونو کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې تر ټولو سخت قوانین پلي کېږي، خو یوه ورځ یې چا په اړه هېچا څه ونه ویل! خو په افغانستان کې چې رسنۍ قانوني چوکاټ ته داخلې شوي، د ارزښتونو د ساتنې توصیه ورته کېږي، امنیت یې ټینګ شوی، د سرغړونې په صورت کې د وضاحت لپاره غوښتل شوي، نن ټول غرب دغه څه د بیان ازادۍ یا د مطبوعاتو د ازادۍ پایمال بولي.

اصلي او اساسي خبره دا ده چې امریکا او په ټوله کې غرب دلته له ماتې وروسته له موږ سره خپله دښمني په هره برخه کې پالي، دوی ته اصلاً نه د بیان ازادي کوم مفهوم لري او نه هم د دوی حقونه! دوی په هرڅه کې خپلې ګټې لټوي او کوښښ کوي چې په دې برخه کې هم اوسنی افغان حکومت تورن کړي، خو الحمدالله اوس خلکو، رښتینو رسنیو او خبریالانو ته هرڅه واضح دي، دغه ډول پروپاګند او تبلیغات هېڅ نه شي بدلولی او دوی به د تېر په څېر بیا هم رسوا کېږي او دغه تبلیغاتي جګړه به یې ناکامېږي. ان شاالله!

ځواب پریږدئ

Exit mobile version