د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه کتنه کې دواړو لورو ترمنځ د یو لړ سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسئایلو سربېره د سوداگریزو اړیکو په پراختیا هم خبرې شوې دي.د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي، اسلامي امارت د متوازنې او اقتصادې تگلارې په لرلو د گاونډیو او سیمې هېوادونو په گډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هڅې کوي.په خبرپاڼه کې د اذربایجان د سفیر له قوله ویل شوي، اوسني حکومت د امنیت ټینگښت، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه او د قاچاق مخنیوی او د افغانستان د اقتصادي حالت د ښه کېدو هڅې یې ستایلې او ډاډ یې ورکړی، چې اذربایجان چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنگي، اقتصادي او سوداگریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.افغانستان اوسمهال د نړۍ له گڼو هېوادونو سره سوداگریزه راکړه ورکړه لري او هڅه کېږي د گاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې هېوادونو سره هم سوداگري پراخه شي.