د ټولگټو چارو وزارت وايي، د سالنگ لویه لاره د سختو واورو او توپان له امله د ترافکیو پرمخ تړل شوې ده.د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، له بېگاه راهیسې په سالنگونو سخته واوره شوې، چې له امله یې نن سهار یاده لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.دی وايي، یاده لاره به تر هغه وخته پورې تړلې وي چې د واورې او توپان سرعت کم شوی نه وي.د حقشناس په خبره، یاده لاره یې د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه تړلې ده.له تېرې شپې راهیسې د هېواد په گڼو ولایتونو واورې او ورښتونه ورېږي؛ خو تر اوسه د کومې بلې لویې لارې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.د هېواد د نورو سیمو په پرته په سالنگ ډېره واوره ورېږي، چې توپان هم ورسره ملگری وي. د تېرې شپې راهیسې تر اوسه په سالنگ یو متر واوره ورېدلې ده.سالنگ د هېواد د لویو لارو څخه ده، چې مرکزي افغانستان له شمالي او شمال ختیځ افغانستان سره نښلوي.