د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند، د دغه وزارت د یو کلنو لاس ته راوړنو په غونډه کې وايي، اوس مهال د افغانستان له فضا په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ الوتنې کیږي چې د هرې الوتنې پر سر باید افغانستان ته ۷ سوه امریکايي ډالر حق العبور ورکړل شي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، چې ویلي، چې تېر کال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه ۱۲ زره ۵۰۳ الوتنې ترسره شوې دي.

د دوی په خبره، په ياده موده کې همدارنګه د هېواد له فضا څخه ۴۰ زره او ۱۶ عبوري الوتنې هم ترسره شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې؛ د خوست هوایي ډګر په نړیوال ډګر بدلول، د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو ترڅنګ، د اتو نړیوالو شرکتونو الوتنو ته د خدمتونو وړاندې کول د یاد وزارت د تېر کال نورې مهمې لاسته راړونې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version