د هلمند له بهرامچې ولسوالي څخه پاکستان ته د یو‌شمېر قیمتي توکو د لېږد مخه نیول شوې.

د هلمند د ۲۱۵  اردو ویاند محمدرسول مسعود وايي چې د دې قول‌اردو اړوند سرحدي ځواکونو له قیمتي توکو بار ۶۵ موټر نیولي دي. د دوی په وینا، له قیمتي توکو بار دغه موټر په غیرقانوني توګه پاکستان ته تلل.

هغه دا نه ‌دي ویلي چې په دغه موټرو کې کوم قیمتي توکي پاکستان ته لېږدول کېدل خو له دې وړاندې هم له دغه ولایت څخه ګاونډیو هېوادونو ته په قاچاقي توکه د توکو د لېږد مخه نیول شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version